روسیې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د تیلو ستر شرکت روس نفت به تر دوه زره اوولسم کاله خصوصي سکتور ته وسپاري.
د روسیې د صدراعظم د لومړي مرستیال ایګور شووالوف ادارې رسنیو ته وویل، حکومت د روس نفت د شرکت ترڅنګ غواړي چې نور لوی شرکتونه لکه د الماسو شرکت، الماس ال روسیا او د هوایي چلند شرکت ایرو فلوت هم خصوصي شرکت ته حواله کړي.
د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف د شرکتونو د خصوصي کولو هڅې کوي او له دې درکه به شاوخوا شپیته میلیارډه ډالر پانګه د حکومت لپاره ترلاسه کړي.