د مصر پخوانی ولسمشر نن محکمې ته راوستل شو

د مصر پخوانی جمهور رییس حسن مبارک د اداري فساد او د فبرورۍ میاشت کې د مظاهره کوونکو د وژنې په تور نن په قاهرې کې محکمې ته راوستل شو.

۸۳ کلن مبارک د شرم الشیخ له یوه روغتون څخه په تذکېرې کې د پوځي هلیکوپټر پواسطه محکمې ته انتقال شو. مبارک د اپریل له میاشتې راهیسې په روغتون کې بستري دی.

د حسن مبارک د محاکمې په جریان کې په قاهرې کې سخت امنیت نیول شوی دی.

د مبارک په څنګ کې د هغه دوه زامن جمال او اعلی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العدلي او د پولیسو شپږ پخواني افسران هم محکمې ته حاضر شوي دي.

د ورځي په لومړیو کې له محکمې بهر د حسن مبارک د مخالفانو او ملاتړو ترمنځ نښتې هم وشوې.

که چیرې مبارک د اته سویو پنځوسو تنو مظاهره کوونکو په قتل مجرم وپیژندل شي نو د مرګ په سزا ممکن محکوم شي.