راپورونه وایي، چې په کاپیسا ولایت کې د فرانسوي ځواکونو په کاروان د سړک غاړې خښ شوی ماین چاودیدلی دی.
د کاپیسا امنیه قوماندان، جنرال عبدالحمید نن سهار ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ماین تیره شپه ناوخته د فرانسوي ځواکونو په کاروان هغه وخت وچاودید، چې دغه ځواکونو د ولایت له مرکز څخه د خپل کمپ پر لور روان وو.
نوموړی وایي، چې فرانسوي ځواکونو په دې سړک بل خښ شوی ماین له چاودنې مخکي کشف کړی دی.
په کاپیسا کې د طالبانو یوتن ویاند زبیر صدیقی بیا ادعا کړې، چې دا ماین دوی خښ کړي و او څلور فرانسوي عسکر یې په کې وژل شوي.
چارواکو د طالبانو ادعا رد کړي.