نن به د مصر بخوانی ولسمشر حسن مبارک محاکمه شي

ټاکل شوې، چې نن د مصر پخوانی ولسمشر حسن مبارک د اداري فساد او د ده پرضد د د لسګونه مظاهره کوونکو د وژنې په تور محاکمه شي.

رپوټونه وایي، درې اتیا کلن حسن مبارک چې اوسمهال، د شرم الشیخ په ساحلي ښار کې په یو روغتون کې بستر دی، قاهرې ته به د محاکمې لپاره په الوتکه کې انتقال شي.

په اداري فساد او د مظاهره کوونکو د وژلو په تور د مصر د پخواني ولسمشر حسن مبارک ترڅنګ د هغه د واکمنۍ، د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلي او د پولیسو شپږ افسرانو هم د اته سوه پنځوسو مصري مظاهره کوونکو د وژلو تور پرې پورې شوی دی.

که چیرې په دغو تورنو کسانو خپل جرمونه ثابت شي، نو د مرګ سزا به ورکړل شي.

د حسن مبارک پر دوه زامنو، جمال او علا هم د اداري فساد تور پورې شوی دی.