۵ تنه تښتول شوي بنګله دېشیان ۷ میاشتې وروسته خوشې شول

چارواکي وايي، پینځه تنه بنګله دیشي کارکونکي چې اوه میاشتې مخکې په افغانستان کې تښتول شوي وو، له تښتونکو سره د سیمه ایزو خلکو له خبرو او تماسونو وروسته خوشي شوي دي.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیرې ډیپوموني پرون وویل، د دې کسانو روغتیایي وضع ښه ده او د یوې اونۍ په ترڅ کې به بنګله دیش ته ولاړ شي.

میرمن موني د سې شنبي په ورځ وویل، په دې اړه د دې کسانو چې په دې ارتباط دې پیسې ورکړای شوی وي، کومه خبرتیا نه لري او د تښتونکو سم هویت هم نه دی څرګند.

د بنګه دیش د مقاماتو په وینا د افغانستان پولیس، طالبان د دې عمل مسوول بولي. دا پنځه تنه د هغو اوو کسانو په ډله کې وو، چې د تیر ډسمبر په میاشت کې مزار شریف ته نیږدې کومه سیمه کې تښتول شوي وو.

هغوی د جنوبي کوریا یوه ساختماني شرکت ته کار کاوه. دوه تنه یې د پیښې دوه ورځې وورسته خوشې شول او اتم کس د تښتونکو په حملې کې ووژل شو.