د کندهار خبریالانو د احمد امید خپلواک وژنه وغندله

په کندهارکې د نړېوالو او محلي رسنیو دغه استازي چې نن ترغرمې وروسته په کندهار پریس کلب کې راټول شوي وو، د احمد امید خپلواک وژنه یي وغندله او په جګړه كې يي د ښكيلو غاړو وغوښـتل، چې د ژورنالستانو چې يو بي طرفه ډله ده ژوند ته دی پاملرنه وكړي .

خبريالانو له هغو ډلو څخه چې د احمد اميد خپلواک د وژنې پړه نه مني وغوښتل، چې د خپلې بې ګنايي د ثابتولو لپاره دې اسناد او شواهد وړاندې كړي.

احمد امید خپلواک تیره پنجشنبې په ارزګان ولایت کې هغه مهال ووژل شو ،کله چې څو ځان وژونکو د دې ولایت پر دولتي تلویزون برید وکړ .

که څه هم د ارزګان ځایي چارواکي د خپلواک وژنه د طالبانو بولي، خو طالبانو او د احمد امید خپلواک کورنۍ په هم هغه وخت وویل، چې خپلواک د طالبانو له خوا نه بلکې د ایساف او دولت په دفاعي مرمیو وژل شوی.

محمدصادق رښتینی