وردګ:مخالفینو د ختیځ زون د خپل فعالیتونو مرکز ګرځولی

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ وايي، د دوي احصائیې ښيي، چې وسلوالو مخالفینو خپل تکتیک بدل کړی او په وروستیو څو میاشتو کې یې ختیځ زون د خپلو فعالیتونو مرګز ګرځولی.

مشرانو جرګې ته په خبرو کې ښاغلي وردګ په دې اړه وویل:

(هغه بدلون چې اوس راغلی، هغه دا دی چې په وروستیو دوو دریو میاشتو کې د ختیځ زون د امنیتي پیښو ګراف څو برابره زیات شوی دی. پخوا په دریمه درجه کې و او اوس په لومړی درجه کې.)

هغه وویل، تیر کال تر ټولو ډیرې امنیتي پیښې په جنوب لویدیځ زون په ځانګړې توګه هلمند او د نیمروز په ځينو برخو کې کېدې.

دا چې وسلوالو مخالفینو له جنوب نه ولې ختیځ ته پاملرنه ډيره کړې، ښاغلي ورد ګ وویل، یو خو په جنوب او جنوب لویدیز کې د امنیتي قواو تمرکز زیات و او بل دا چې ختیزې سیمې د ځمکني جوړښت له پلوه عملیاتو ته څو برابرې ښې مساعدې دي.

نوموړي وویل، د دې لپاره چې دغه بدلون سم ثابت شي، باید راتلونکې څو نورو میاشتو ته هم وکتل شي.