په کونړ کې هم د خبریال امید خپلواک وژنه وغندل شوه

په کونړ کې د بېلابېلو رسنيو استازو په اروزګان کې د بي بي سي او پژواک د خبريال اميد خپلواک وژنه وغندله او له دولت نه يي وغوښتل چې بايد د اميد خپلواک قاتلين ونيسي او سزا دې ورکړي.

د کونړ په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د بېلابېلو رسنيو استازو د غونډې په ترڅ کې د بي بي سي او پژواک اژانس د خبريال اميد خپلواک وژنه وغندله، له افغان حکومت، نړېوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو يي وغوښتل چې بايد د ژورنالستانو د ژوند د خونديتوب لپاره پوره هڅې وکړي.

په کونړ کې د پژواک خبريال خان ولي سالارزي ازادۍ راډيو ته وويل، خبريالان تل د ولسونو ستونزې د چارواکو غوږونو ته رسوي او همدا راز پر بې پري توګه د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د پيښدونکو جګړو راپورونه نشروي.

نو په جګړه کې ټولو ښکيلو خواو ته پکار دي، چې د ژورنالستانو له وژنو او زورونو لاس واخلي.

په کونړ او نورستان کې د شمشاد تلويزون خبريال فضل واحد افکاري وايي، افغان دولتي چارواکي ، نړېوال ځواکونه خبريالانو سره د خبرونو په تصديقولو کې پوره همکاري نه کوي.

د ملي تلويزون خبريال محمد ناصر ملنګزى د خبري رسنيو له مسولينو هم ګيله کوي او وايي، کله چې يو ژورنالست له کومې پېښې سره مخامخ شي يوازې څو ورځې په خبرونو کې نوم ياد شي خو بيا يي هير کړي.

د يادونې وړ ده، چې له خپلواک څخه وړاندې هم يو شمېر ژورنالستانو په جنګ کې د ښکيلو خواو له خوا وژل شوي او نيول شوي، خو نه يي تر اوسه قاتل پيدا شو او نه يي هم ځورونکي ته سزا ورکړل شوه.