د امریکا د کانګرس د استازو جرګې غړو پرون د هغې لایحې د تصویب لپاره رایې ورکړې، چې له مخې د پورونو د پرې کولو لپاره د حکومت ظرفیت اوچتېږي او په دې توګه یې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د حکومت د دیوالي کېدو د مخنیوي په برخه کې مهم ګام اوچت کړ.
د استازو جرګې چې مشري یې جمهوري غوښتونکي کوي، پرون په مناسب اکثریت یعنې د ۲۶۹ مثبتو او ۱۶۱ منفي رایو په ورکولوسره د دې اقداماتو په پلوي رایه ورکړه.
اکثریت مثبت رایې جمهوري غوښتونکو استازو ورکړې، خو د ولسمشر اوباما د دیموکرات ګوند غړي په دوو برخو وېشل شوي وو.
دا لایحه چې د پورونو د پرې کولو لپاره د حکومت ظرفیت ۱۴،۳ تریلیونه ډالرو ته لوړوي اوس د وروستي تصویب لپاره د مشرانو جرګې ته چې ډیموکراټان په کې اکثریت دي د رایو لپاره استول کېږي او چارواکي وايي چې سناتوران به نن ناوخته هغه تصویب کړي او وروسته به د توشېح په مقصد د ولسمشر بارک اوباما د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته واستول شي.
د استازو په جرګه کې د ډيموکراټانو مشرې نانسي پېلوسي وویل، دا د دې لایحې د تصویب پلوي نه ده، خو د حکومت د احتمالي دېوالي کېدو له وېرې مثبته رایه ورکوي:
(پر دې باور کول ګران کار دی، چې نن موږ د دې لایحې د تصویب لپاره مثبت ګام اخلو.
زه د دې لایحې له تصویبېدو خوشاله نه یم، خو پر هغو ځینو ښېګڼو چې په کې دي ویاړم او ځکه مثبته رایه ورکوم.)
د کانګرس ډیموکراټانو استازو په دې لایحه کې پر شتمنو شرکتونو د مالیې له زیاتولو پرته د لګښتونو د کمولو او جمهوري غوښتونکو بیا د مالیو د زیاتو له طرحې سره مخالفت کاوه.