خبري اژانسونه د شاهدانو په قول وايي، چې پرون ماښام د سوريې پر ناکرار ښار حما لور ده لوره ډزې پيل شوې.
حما د سوريې د ولسمشر بشار اسد د استعفا د غوښتنو په مرکز بدل شوي دي.
د سوريې ځواکونو د جولای په يودېرشمه(يکشنبه) پر حما ښار يرغل وکړ، چې د نړېوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ شو او ان د سوريې دوديز متحد روسيې هم د سوريې پر حکومت ږغ وکړ چې له زغمه کار واخلي.
د سوري ځواکونو حملې تر پرونه پورې روانې وې.
له سوريې دباندې د دغه هېواد د بشري حقونو ډلې وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې په سوريه کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.
د دوي په وينا په دغو کسانو کې سل تنه يوازې په حما ښار کې وژل شوي.