سیمه ایز چارواکي وایي، چې وسله والو غلو نن سهار پر دوو بار وړونکو موټرو د کابل مزارشریف په لویه لاره د خلم په سیمه کې حمله کړې.
د بلخ ولایت د خلم ولسوال محمد ابراهیم یعقوبي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې د دې موټرو ټول مالونه غلا شوي او یو موټر چلوونکې هم ټپی شوی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې په دې موټرو کې د نړېوالو ځواکونو مالونه بار وو او دوي پرې حمله کړې، خو د بلخ ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې په دې موټرو کې شخصي سوداګریز مالونه بار وو.