د کونړ چارواکي وايي، چې پرون یوه ځان وژونکی له هدف مخکې ځان الوزولی دویم تن د پولیسو له خوا وژل شوی او دوه نور ځان وژونکي نیول شوي دي.
د کونړ والي فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي ته مخکې خبر رسېدلی و، چې څلور ځان وژونکي خاص کونړ ولسوالۍ ته ننوځي، خو له هدف مخکې د پولیسو له خوا وپېژندل شول.
له بلې خوا پرون ماسپښين د خوست په يعقوبۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوسته ځان وژونکې حمله وشوه.
د ملي امنيت د رياست يوه کارکوونکي له نوم ښودنې پرته، ازادۍ راډيو ته ویلي، چې په پېښه کې يو افسر او يو ملکي وګړى وژل شوي، درې افغان سرتېرى او يو ملکي کس ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى او د دې ډلې وياند ذبيح اله مجاهد وايي، په دې حمله کې يې لس کورني او بهرني عسکر وژلي دي، خو سيمه ييزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.