د امریکا د حکومت یوه څارونکې ډله وایي، عراق د تېر کال په نسبت لږ امن دی او امنیت یې د خرابېدو په حال کې دی.
دا ارزونه د عراق د بیا رغوونې د عمومي پلټونکې په راپور کې چی نن خپور شو، راغلې ده.
سټوارټ بووین په خپل راپور کې ویلي، د تېر جون میاشت، له ۲۰۰۹ کال راهیسي په عراق کې د دېره امریکایی ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکې میاشت وه او ۱۵ عسکر په کې وژل شوي وو.
بووین په راپور کې دا هم ویلي، د بغداد په زرغونې سېمې چې زیات شمېر دولتې ودانۍ او د بهرنیو هیوادونو سفارتونه په کې موقعیت لري، د توغندیو حملې زیاتې شوي او دغه راز د عراقي چارواکو ترورو او وژنې هم زیاتې شوي دي.
د عراق د بیا رغوونې د عمومې پلټونکې ښاغلې بووین راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې په عراق کې دېره شاوخوا ۴۷ زره امریکایي عسکر به د دوه اړخیز تړون پر اساس، د روان کال په پای کې له عراق څخه ووځي.
بغداد او واشنګټن دا مهال غور کوي، چې د روان کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته یو شمېر امریکایي پوځیان د عراق د امنیتي ځواکونونو د روزنې لپاره په دي هیواد کې پریږدي او کنه؟