له اروزګان ولایت څخه را رسېدلي راپورنه وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت پر څو مهمو حکومتي ځایونو حملې کړي، چې 3 تنه په کې وژل شوي او 30 نور ټپیان دي.
د اروزګان د والي ویاند میلاد احمد مدثر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه حملې په ترینکوټ کې د ولایت پر مقام، امنیه قوماندانۍ، راډیو تلویزیون او د ښار پر سر نن غرمه پيل شوې.
ښاغلي مدثر وايي، چې نړېوال ځواکونو د افغان ځواکونو مرستې ته راغلي او یو شمېر ځان وژونکي وژل شوي دي.
د افغان پوځ چارواکي وايي، چې دوو تنو ځان وژونکي حملې کړي.
د اروزګان د عامې روغتیا رئیس اغا خان میاخیل وايي، چې روغتون ته 3 کسان وژل شوي او 30 ټپیان ور وړل شوي دي.
وسله وال طالبان وايي، چې دې حملې ته یې 6 حمله کوونکي لیږلي.