د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله درې ته ولسي وګړي چې يوه په کې ښځه او دوه ماشومان دي ټپيان شوي دي.
د کونړ ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل ازادۍ راډيو ته وويل، تيره ورځ وسله والو طالبانو د ماڼوګي ولسوالۍ په دري ښار سيمه کې د هاوان څو توغندۍ راوتوغولي.
د دري ښار يو تن اوسيدنکي فضل الله هم ازادۍ راديو ته وويل، چې تيره ورځ يي په کلي کې د محمد نبي پر کور مرمۍ لګيدلي او په ترڅ کې د محمدنبي مور او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيي قومندان محمد عوض نذيري ازادۍ راډيو ته له شوي پېښې څخه په بشپړ ډول ځان بې خبره وښوده.
هغه وايي تر دې دمه ورته کوم رسمي راپور نه دى راغلى او نه هم له پيښې خبر دى.
تر اوسه وسله والو طالبانو د يادې پېښې پر اړه څه نه دي وئيلي.