د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي، چې په پیښور کې د افغان سوداګرو د خوراکي توکو شا او خوا 300 لارۍ موټرو ته افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغو موټرو ته نن په رسمي ډول اجازه ورکړل شوه.
ښاغلی غازي خیل زیاته کړه، چې دغه موټرونه له شا او خوا یوې میاشتي راهیسي د تخنیکي ستونزو له امله په پیښور کې ولاړ وه.
افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ د نوي تړون سره سره دوي لا هم د مالونو د لیږد رالیږد په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، خو د سوداګرۍ وزارت چارواکي بیا دا مسئله د ځینو تخنیکي نیمګړتیاو له کبله بولي، چې د دوي په وینا ژر به حل شي.