د ایران یوې جلاوطنه ډلې پر امریکا انتقاد وکړ

د ایران یوې جلاوطنه ډلې پر امریکا انتقاد وکړ، چې په عراق کې یې د ایراني رژیم د مخالفینو پر کمپ په جګړه کې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې کافي څه نه دي کړي.

په بروکسل کې د ایران د مجاهدین خلق ډلې استازي محمدمحدسیان له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په اشرف کمپ کې د دایمي څارنې لپاره ډله جوړه کړي.

په تېر اپرېل کې د عراق د امنیتي ځواکونو او د اشرف کمپ اوسېدونکو ترمنځ په تاوتریخوالي کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د امریکا متحده ایالات، چې وايي خلق مجاهدین یوه ترهګره ډله ده، د اشرف کمپ د عراق امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

د بخښنې نړېواله اداره وايي، چې عراقي حکومت د اشرف کمپ درې زره اوسېدونکي ځوروي او هغوي ته یې د لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو له رسولو انکار کړی دی.