د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه برید چې د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي په کې ووژل شو، وغانده.
د جمهوري ریاست د ویاند له دفتره په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیې کې د جمهور رئیس کرزي له قوله دغه برید د هېواد دښمنانو کار بلل شوی او غلام حیدر حمیدي د هغو کارونو له امله ستایل شوی چې کندهار ښار ته یې کړي.
همدا رنګه په کابل کې د امریکا نوي سفیر راین کراکر او په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر هم د کندهار د ښاروال وژل کېدل وغندل او د افغانستان د خلکو او د نوموړي د کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
تر دې مخکې په کندهار کې د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس او د جمهور رئیس ورور احمدولي کرزی په یوه تروریستي برید کې وژل شوی و.