په خوست کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي

د خوست امنیتي مسوولین وايي، چې تیره شپه د دې ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو ګډ تصفوي عملیات پيل شول.

د خوست یوه امنیتي مسوول د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، د عملیاتو هدف په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو چې ممکن بهرنیان هم په کې وي، له منځه وړل دي.

دغه امنیتي مسوول وویل، چې عملیات به د روژې د میاشتې تر رارسیدو پورې دوام وکړي.

د سیمې خلک وايي، د موسی خیلو ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې وسلوال مخالفین فعالیت لري.