لبنان: په چاودنه کې د م.م ۵ عسکر ژوبل شوي

د پوځې سر چینو د خبرونو له مخې لبنان ویلي، چې د دې هېواد په یوه جنوبي ساحلي ښار کې د سړک د غاړي د یوه بم په چاودنه کې لږ تر لږه د ملګرو ملتونو ۵ سوله ساتي عسکر ټپیي شوي دي.

په دې اړه په یوه راپور کې چې د منبع ذکر په کې نه دی شوی راغلي، چې یو عسکر فرانسوی دی.

په یوې ورته حملې کې چې د می په میاشت کې په همدې سیمه کې شوې، شپږ ایټالوي عسکر ټپیان شوي وو. چې د هغې په نتیجه کې ایتالیا په لبنان کې د خپلو سوله ساتو عسکرو شمېر کم کړ.

په دوه زره شپږم میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې تر هغه وروسته چې په دې سیمه کې د اسراییل او حزب اله جګړه بنده شوې د لبنان په جنوبي سیمو کې د ملګرو ملتونو شاوخوا دولس زره عسکر ځای پرځای شول.
دا عسکر ل ۱۵ زره لبناني عسکرو سره یو ځای په سیمه کې د سولې د تامین لپاره کار کوي.