سهیل: امریکا لېواله نه ده چې په افغانستان کې پوځي اډې ولري

د سیاسي چارو افغان کار پوه اجمل سهیل

په افغانستان کې د امریکا نوي سفیر راین کراکر پرون د دندې له پیلولو وروسته وویل، چې هېواد یې نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي اډې ولري.

ده په عین حال کې وویل، چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار نه اخلي او که بیړه وکړي نو نه یوازې افغانستان بلکې عواقب به یې له دې هېواده دباندې سرایت وکړي.

د افغانستان حکومت غواړي، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي، خو که چېرې امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي اډې ولري نو بیا د ستراتیژیک تړون لپاره ولې لویه جرګه رابلل کېږي؟

په دې موضوع عصمت څاروان د سیاسي چارو له افغان کار پوه اجمل سهیل سره مرکه کړې، ښاغلی سهیل خپل نظر د مرکې په ترڅ کې څرګندوي.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ