د کابل والي: له ولس سره اړیکې بای پراخې کړو

د کابل والي وایي، په هېواد کې د ښه امنیت لپاره باید په خپلو کې د فساد د مخنیوي اقدامات وکړو او له ولس سره اړیکې پراخه کړو.

احمدالله علي زی دغه څرګندونې نن په کابل کې د اومید عملیاتو د نتیجو د ارزولو په غونډه کې وکړې.

علي زي د افغان ځواکونو په پیاوړتیا هم خبرې وکړې او وې ویل چې مونږ ددې وړتیا لپاره چې امنیت مو په غاړه واخیست ډیره قربانې ورکړې.

نوموړي وویل مونږ هدف ته د رسیدو په حال کې یو خود هدف د لاسته راوړلو لپاره په کارده چې پر حکومت دعاموخلکو باور زیات شي.