د دفاع وزارت لس تنه مخالفین په تیرو ۲۴ساعتو کې نیولي

د دفاع وزارت وایي، چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په بېلابېلو برخو کې لس تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او شپږ دیرش تنه نور نیول شوی دي.

د دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په دې لړ کې د ملي اردو یو عسکر هم وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا وسله وال مخالفان په پکتیکا، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او نیول شوي.

ویل شوي، چې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي اردو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.