ايراني چارواکي اوس وايي، چې په تهران کې پرون وژل شوی کس د دغه هېواد اتومي ساينس پوه نه بلکې د پوهنتون يو محصل و.
مخکې راپور ورکړاي شوی و، چې په تهران کې د ايران يو اټومي ساينس پوه په ډزو وژل شوی دی.
دغه سړی چې، په پيل کې د هغه په اړه ويل شوي و د فيزيک پروفيسور او اټومي ساينس پوه دی، د خپل کور مخې ته ويشتل شوی دی.
د راپورونو له مخې په دې بريد کې چې، د مهر خبري اژانس په وينا موټر سايکل سپرو کړی دی، د مقتول ښځه ټپي شوې ده.
ايسنا خبري اژانس ويلي، چې ۳۵ کلن درويش رضايي د ايران د اټومي انرژۍ په سازمان کې متخصص وو.
خو د ايران پريس ټي وي انګليسي ژبې تلويزيون وويل، چې رضايي ساينس پوه نه بلکې د پوهنتون محصل و.
د تير کال په نومبر مياشت کې د ايران يو بل اټومي ساينس پوه مجيد شهرياري په يوې بمي چاودنه کې وژل شوی وو.
ايران هغه مهال امریکا تورنه کړې وه، چې دغه ايرانی سانيس پوه يې ترور کړی دی.