ننګرهار:د پاکستان د تحریک انصار یو غړی نیول شوی

په ننګرهار و لایت کې د پاکستان د تحریک انصار یو غړی نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د صاحب زاده په نوم دغه کس د پاکستان د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکی دی او ننګرهار ته د ترهګریزو فعالیتونو لپاره راغلی وو.

نوموړي په ننګرهار کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې له ټپي کیدو وروسته غوښتل پاکستان ته واوړي، چې د تورخم په سیمه کې ونیول شو.

نوموړي د څیړنو په لړ کې په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د انصارالاسلام د یوه قومندان په امر ننګرهار ته ورغلي وه.