“د دولت او مخالفینو خبرو ته به زمینه برابره شي”

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نږدې راتلوونکې کې به د دې زمینه برابره شي چې دولت او وسله وال مخالفین د خبرو میز ته سره کیني.

د سولي د عالي شورا مرستیال عطاالله لودین ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د نوموړي په خبره داسې هیلې شته، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا هڅې به مثبتې پایلې ولري.

خو ښاغلي لودین وویل، چې د افغانستان د سولي عالي شورا تر اوسه د طالبانو د مشرملامحمد عمر، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د حقاني شبکې د مشر سره خبرې نه دي کړي.