په بادغیس کې ۳۰ تنه وسله وال دولت ته تسلیم شول

د بادغیس ولایت چارواکې وايي، چې ۳۰ تنه وسله وال طالبان په دې ولایت کې له خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای نن دولت ته تسلیم شوي.

د دې ولایت د والي ویاند شراف الدین مجدي وايي، چې دغه کسان تر دې مخکې په قدس ولسوالۍ کې د افغان دولت پر ضد جنګېدل.

دغه طالبان د خپلو درو قوماندانانو سره یو ځای له دولت سره یو ځای شوي او له افغان دولت څخه یې غوښتي، چې کار ورته پیدا کړي او په سیمه کې یې د بیارغوني کارونه پيل کړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.