سومالیه: د الشباب ډلې پر مرستندویه موسسو لګول شوی بندیز نه دی لرې کړی

په سومالیا کې د الشباب په نوم د افراطي وسله والو ډلې دا راپورونه رد کړي، چې ګنې دې ډلې د لویدیځ د مرستندویو موسسو پر فعالیتونو بندیز لرې کړی دی او دایې یوازې تبلیغات بللي دي.

الشباب چې ویل کېږي، له القاعده سره نژدې اړیکي لري، په ۲۰۰۹ کال کې په خپلو ترولکې لاندې سیمو کې د لویدیځو مرستندویو ټولنو پر فعالیت بندیز ولګاوه خو په دې وروستیو کې یې محدودو مرستو ته اجازه ورکړې ده.

په روانه اونۍ کې ملګروملتونو وویل، چې د سومالیا په جنوب کې د هغو دوو سیمو خلک چې د الشباب تر ولکې لاندې دي، د وچکالۍ له کبله چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، له سختو کړاوونو سره لاس ګرېوان دي.

خو د الشباب ویاند شیخ علي محمود راګا پرون په یوه راډیویي وینا کې وویل، هغه ټولنې چې مخکې بندیز پرې لګول شوی، د دوی ترولکې لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه نه لري. ده وویل، چې د وچکالۍ اوازې د پټو اهدافو لپاره جوړې شوې پلمې دي.

په عین حال کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې به په سومالیا کې نژدې یوسل او پنځه اویا زره بېوزلو خلکو ته د خوړو مواد ورسوي.