په کابل کې د امریکا سفارت د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هغې پریکړی هرکلۍ کړی چې له مخې یې د دغه سازمان د تعزیراتو له لست څخه د ۱۴ پخوانیو وسلوالو نومونه ایستل شوي دي.
دغه څوارلس کسه، چې څلور یې د سولې د عالي شورا غړي دي، د جولای په ۱۵ د تعزیراتو له لست څخه وویستل شول.
ویل کیږي، چې د افغان حکومت له لوري د ۲۱ کسانو د نومونو وړاندیز شوی وو، خو تر دې دمه یوازې د څوارلسو کسانو نومونه ویستل شوي دي.
د امریکا د سفارت له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ملګرو ملتونو دغه اقدام په نړېواله کچه د افغان حکومت د هغو هڅو د ملاتړ څرګندوې دی چې غواړي وسلوال طالبان د سولې بهیر سره یوځای کړی.