امریکا:زموږ مرستې ښايې سهوا د مخالفینو لاس ته ورغلي وي

د متحده ایالاتو څارونکي وایي، په افغانستان کې د امریکا مرستې ښايې سهوا د وسلوالو مخالفینو لاس ته ورغلي وي او هم يي ښایې په دې هېواد کې د فساد له زیاتیدو سره مرسته کړې وي.

د افغانستان لپاره د بیارغونې د لوي څارونکې په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د مالي کنټرول د نشتوالي او د اداري فساد د دوسیو په تعقیبولو کې د افغاني چارواکو د بې میلۍ له امله د امریکا دا زیاتې مرستې له خطر سره مخ شوي.

په رپوټ کې راغلي د افغانستان اقتصاد ته د امریکا له خوا د دې دومره پیسو له لیږلو سره دا ضروري ده چې متحده ایالات داسې تدابیر ونیسې چې دا باوري کړي چې دغه پیسې غبن نشي او د وسلوالو مخالفینو لاس ته ور نشي.

راپور زیاتوي، چې داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو د ادارو له خوا په دغو پیسو کافي کنټرول نشته.