د لښکرګاه امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

بهرنيو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه امنیت نن د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه افغان ځواکونو ته وسپاره.

غونډې ته په وینا کې د امنیت د انتقال د کمیسیون رییس اشرف غني احمدزي وویل، په راتلونکو څو کلونو کې به په هلمند کې د میشتو افغان ځواکونو په تجهیزولو او روزنې اوه سوو پنځه شپیته ملیونه ډالره ولګیږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ او د ناټو او امریکايي ځواکونو نوي قومندان جنرال جان الن په ګډون یو شمیر چارواکو او د هلمند ځینو قومي مشرانو هم برخه اخیستې وه.

تیره ورځ د لغمان د مرکز مهترلام امنیت او تر هغې مخکې د بامیان ولایت امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو او ټاکل شوې؛ چې د پنجشیر ولایت، له سروبي پرته د کابل ولایت او د هرات او بلخ ولایتونو د مرکزونو امنیت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.