بلخ: د ماین په چاودنه کې ۱۸ تنه مړه او ټپیان شول

د بلخ چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز مزارشریف کې نن غرمه د ماین یوې چاودنې څلور ملکي کسان ووژل او د پنځو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون یې څوارلس نور ټپیان کړل.

د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت د امر مرستیال عبدالصبور ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله د مزارشریف په شمال کې د شور دښتې په سیمه کې شوې.

د ښاغلي صبور په وینا تراوسه څرګنده نه ده، چې ماین په همدې ځای کې د چاودنې لپاره ځای پرځای شوی و او که کوم بل ځای ته انتقالیده.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.