امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي عملیات ترسره کوي

د امریکا او جنوبي کوریا پوځونه غواړي، راتلونکې میاشت ګډ کلني پوځي عملیات تر سره کړي.

په جنوبي کوریا کې د امریکایې سرتیرو قومندان جنرال جیمز ټورمن وویل، چې دا تمرینات د دې لپاره تر سره کوي څو د دواړو هېوادونو د پوځ جنګي وړتیا لوړه کړي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر وویل، چې په دې عملیاتو کې به لسګونه زره کوریایي سرتیري برخه واخلي.

شمالي کوریا تل دا ډول ګډو تمرینونو ته د یرغل لپاره د چمتوالي په سترګه ګوري.

د کوریا په ټاپو وزمه کې تاوتریخوالي وروسته تر هغې زور واخیست چې، جنوبي کوریا د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د دې هېواد د یوې جنګی بیړۍ د ډوبیدو پړه پر شمالي کوریا واچوله. په دې پېښه کې ۴۶ کسه وژل شوي وه، خو شمالي کوریا دا تورونه رد کړل.