کرزي د پیترویس کارونه وستایل

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیترویس کارونه وستایل او هغه ته یې د غازي محمد اکبرخان دولتي میډال ورکړ.

د ولسمشر د ویندوی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډیویډ پیترویس ته دغه میډال د دې لپاره ورکړ، چې نوموړي په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال په امنیتي چارو کې ګړندې هلې ځلې کړي دي.

په افغانستان کې د ډیویډ پیترویس ماموریت پای ته رسیدلی او نوموړی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی.