پکتیا:د مچلغو بند په ساتونکو برید شوی

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي، تیره شپه د مچلغو بند په ساتونکو نا پیژندل شوو وسله والو حمله کړې، یوکس یې وژلی او یو بل یې ټپې کړی.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادۍ راډیو ته وویل، د احمد ابا په ولسوالۍ کې د دغه بند کار شااوخوا یو میاشت مخکې پیل شوې چې ساتوونکي یې هم د سیمې اوسیدونکي دي.

وسله والو طالبانو د دغې حملې په اړه ناخبري ښودلې.