بارکزی: جان محمد خان ته د مرګ ګواښونه شوي وو

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازې عبیداله بارکزی وایي، چې د جان محمد خان په کور د شوې حملې په مهال دې په خپل کور کې وو او د ټیلیفون په ذریعه له دې حملې خبر شو.

ده له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې پېښې په اړه خپل معلومات شریک کړي او د جان محمد د وژنې اغیزو ته یي اشاره کړې.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ