د احمد ولي کرزي وژنه او په جنوب کې د قدرت سيالۍ

احمد ولي کرزى

د افغانستان د حالاتو څېړونکي په دې باور دي چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د ولسمشر حامد کرزي د ورور قتل ممکنه ده چې د افغانستان په جنوب کې د قدرت پر سر سیالۍ ډېرې او طالبان لا زړور کړي.

کندهار چې د ولسمشر کرزي ټاټوبی او د طالبانو د غورځنګ سیمه بلل کېږي د تیرو لسو میاشتو په ترڅ کې په کې ډېرې خونړۍ پېښې وشوې او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د قدرت د وېش پر سر په کې سیالۍ روانې دي.

احمد ولي کرزى:

احمد ولي کرزی د جمهور ریس کرزي ورور او د کندهار د یوې لويې کورنۍ غړی و، چې په سیمه کې یې د بېلابېلو قومونو تر منځ اړیکه ساتلې وه.

که څه هم هغه په اداري فساد تورن و او دا هم ویل کېدل چې د مخدره موادو په کار وبار کې لاس لري خو بیا یې هم د دې توان درلود، چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستو سره له امریکايانو سره د سیمه ييزو خلکو همکاري راجلب کړي.

د چارو څېړونکي په دې اند دي چې د هغه نشتوالی به په سیمه کې د قدرت خلا رامنځته کړي او ممکنه ده چې طالبان له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

ولسمشر کرزى د خپل ورور په جنازه کې

د کندهار یوه څېړونکي، یونس فکور، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي په کندهار کې به د احمد ولي کرزي له قتل سره نازک امنیت وضعیت لا خراب شي او طالبان به دا وضعیت له نژدې څاري.

احمد ولي کرزی په یوه حساس وخت کې د خپلو مخالفانو له خوا ووژل شو.

د ده تر قتل څو ورځې مخکې کاناډایانو په کندهار کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او په هماغه اوونۍ کې بیا امریکا هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو تدریجې ویستل پیل کړل.

يونس فکور وايي وروستي حالات په کندهار او شاو خوا سیمو کې د بهرنیانو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخوي.

تېر کال ناټو ځواکونو د کندهار د نیولو لپاره حملې پیل کړې. که څه هم د امریکایي ځواکونو قوماندان په دې سیمه کې د طالبانو د ماتې خبر ورکوي خو بیا هم د فرانسې د خبري اژانس د تبصرې له مخې د دې ولایت سخت دریځو طالبانو، په کامله توګه ماته نه ده خوړلې.

د افغانستان د چارو یو لوی کارپوه کیت کلارک وايي په داسې حال کې چې د احمد ولي کرزي د ځايناستي په توګه د څو کسانو وړاندیز شوى و، خو د هغوی هېڅ یو په کندهار کې د سولې د راوستو لپاره کوم ابتکار نه درلود.

کلارک لیکي، د احمد ولي کرزي په شان د یوه پیاوړي کس په غیاب کې دا امکان شته چې په کندهار کې اختلاف ډېر شي او د دې ولایت امنیت ته زیان ورسوي.

جمهور ريیس کرزي د احمد ولی تر قتل وروسته سمدستي خپل بل ورور شاه ولي کرزی د پوپلزو د قومي مشر او په کندهار کې د احمد ولي کرزی پر ځای وټاکه، خو سیاسی کتونکي په دې باور دي چې هغه نفوذ او قدرت چې احمد ولي کرزي په کندهار کې درلود شاه ولي یې نه لري، هغه کولی شی چې د خپلی کورنۍ ګټې خوندي کړي خو پر نورو چندان تسلط نه لري.

د کندهار سره جامع، د احمد ولي کرزي کور ته نژدې سيمه

که څه هم چې احمد ولي کرزي په کندهار کې رسماً د ولایتي شورا مشري کوله خو د هغه قدرت او نفوذ تر دې ډېر زیات و، ان په دې وروستیو کې یې هڅه کوله چې د کندهار والي شي.

د کندهار څو تنه مشران کابل ته ورغلل او دهغه د والي کېدو غوښتنه یې وکړه.

ډېرو خلکو فکر کاوه د کندهار پخوانى او د ننګرهار اوسنی والي ګل اغا شېرزی به د احمد ولي کرزي مناسب ځايناستی وي.

شېرزی په کندهار کې د بېلابېلو قومونو تر منځ چندان د اختلاف وړ شخصیت نه دی.

خو نور په دې نظر دي، په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه د افغانستان په ختیځو سیمو کې چې له پاکستان سره پولې لري، خپل عملیات متمرکز کوي ګل اغا شېرزی نه شی کولی چې په لنډه موده کې ننګرهار پرېږدي او کندهار ته مخه کړي.