کرزي د امنیت سپارل یو نه په شا کیدونکي پروسه وبلله

په داسې حال کې چې نن د افغانستان په ځینو سیمو کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه په رسمي توګه پیل شوه، ولسمشر حامد کرزي دا یوه نه په شا کیدونکې پروسه بللې او ټینګار یې کړی چې په خپل وخت کې به بشپړه شي.

د جمهوري ریاست د ارګ له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیې کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې نن د ملي امنیت د شورا په غونډې کې وکړې.

د اعلامیې له مخې په دې غونډه کې ولسمشر د ملي امنیت د ریاست سرپرست ته سپارښتنه وکړه، چې د کندهار د ولایتي شورا د رئیس احمد ولي کرزي د وژنې د پېښې په اړه روان تحقیقات لا ګړندي کړي او هڅه دې وکړي چې د پيښې عاملین ژر تر ژره معلوم او ونیول شي.

د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزی څو ورځې مخکې د یوه داسې کس له خوا ووژل شو، چې د څو کلونو راهیسې د نوموړي باوري کس بلل کیده.