افغان دولت به ۱۵۰میلیونه ډالره عاید تر لاسه کړي

د افغانستان د کانونو وزیر وايي، چې سږ کال به افغان دولت د کانونو له درکه ۱۵۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

وحیدالله شهراني نن د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وویل، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د کانونو عواید یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسیږي:

(په دوه زرو شپاړلسم کال کې چې له ۱۳۹۵ هجري لمریز کال سره سمون خوري، د کانونو له درکه به د حکومت عواید یو نیم میلیارد ډالره وي او په ۲۰۲۴ کال کې به دغه عواید درې میلیارد او اوو سوو میلیونو ډالرو ته ورسیږي.)

د کانونو وزیر زیاته کړه، چې له پلان سره سم به تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یو لکو پنځه شپیته زره کسان په کانونو کې په کار بوخت شي.

ځینو وکیلانو د کانونو د ایستلو د قراردادونو د شفافیت په اړه یو لړ اندیښنې درلودې خو دا چې غونډه استماعیه وه، وکیلانو ته د پوښتنو وخت ورنه کړل شو.