ناټو:یو تن د ملي اردو په دریشۍ کې زموږ سرتیری وژلی

ناټو ځواکونه وايي، د هغې پېښې په باب يې څېړنې پيل کړي، چې د افغان ملي اردو په درېشۍ کې يو تن د افغانستان په جنوب کې پرون د ناټو يو عسکر په ډزو وواژه.

دا لا نه ده څرګنده چې دا کس د ملي اردو عسکر و، که يې د دغو عسکرو په درېشۍ کې ډزې وکړې.

پېښه د هلمند د مرکز لښکرګاه په ٢٥ کيلومترۍ کې شوې، ټاکل شوې د دې ولايت امنيتي مسووليت ډېر ژر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

تر دې مخکې هم افغان ځواکونو په ډزو سره بهرني عسکر وژلي دي.

ناټو په دوو نورو اعلاميو کې ويلي، چې يو عسکر يې پرون د افغانستان په جنوب کې په يوه بمي چاودنه او بل عسکر يې وړمه ورځ په همدې سيمه کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى.

د دغو عسکرو د هويت او د پېښو د دقيق ځاى په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.

روان ميلادي کال په افغانستان کې تر ٣١٠ زيات بهرني عسکر وژل شوي دي.