په افغانستان کې نړیوال ځواکونه په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د دوو وسله والو مخالفینو د وژلو او څو نورو د نیولو خبر ورکړی.
د دې ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو په مشرۍ د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې دوه تنه وژل شوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په مشرۍ په پوځي عملیاتو کې څو مخالفین نیول شوي، چې د مخالفینو یو مشر هم په کې شامل دی.
وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.