له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر پیل شوی

امریکايي چارواکي وايي، د هغو لسو زرو سرتېرو لومړۍ جوپه چې په پام کې ده سږکال له افغانستانه ووځي، امریکا ته ستنه شوې او له دې سره د امریکايي پوځیانو د تدریجي وتلو بهیر هم پیل شوی دی.

د چارواکو په وینا په لومړۍ جوپه کې ۶۵۰ سرتېري شامل دي چې په پروان ولایت کې دېره وو.

دوی د چارشنبې په ورځ کورته ستانه شول او په پام کې نه ده چې د دوی پرځای نور سرتېري افغانستان ته واستول شي.

بله ډله به د پوځي روزونکو وي چې د روانې میاشتې په پای کې به خپلو کورونو ته ستانه شي. د دې سرتېرو مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.