اذربایجان ارمنستان د یوې ۱۳ کلنۍ نجلۍ پر وژلو تورن کړ

آذربایجان خپل ګاونډی هېواد ارمنستان د یوې دیارلس کلنې نجلۍ په وژنه تورن کړی. دا ماشومه د هغه بم په چاودنه کې وژل شوې چې په یوه نانځکه کې ځای پرځای شوی و.

دا نانځکه ماشومې پرون په هغه سیند کې ومونده چې له ارمنستانه د آذربایجان خواته بهېږي او وروسته له دې چې د ارمنستان سرحد ته نژدې د لویدیځ آذربایجان په یوه کلي کې یې خپل کورته راوړه هلته وچاودېده.

د آذربایجان د جمهوري ریاست د دفتر یوه مقام علي حسنوف وویل، دا چاودنه ښيي چې ارمنستان لاهم پارونې کوي او د سوله ییزو سرحدي سیمو د ملکي وګړو پرضد یې جګړه پیل کړې.

آذربایجان د نګورناقره باغ د متنازع سیمې پرسر چې د دې سیمې د ارمني ټبرو ځواکونو له خوا په نونس سوه نوییمه لسیزه کې ونیول شوه، له ارمنستان سره په لویه لانجه کې ښکېل شوی.

د روان کال په پیل کې آذربایجان ادعا وکړه، چې یو نهه کلن هلک د قره باغ لومړۍ کرښې ته نژدې وژل شوی دی، خو ارمنستان وویل، چې دا یوازې تورونه دي.