افغان ولسمشر حامد کرزي د خوست والي او نورو چارواکو ته دنده سپارلې ده چې په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنه وکړي.
په هغه اعلاميه کې چې د جمهوري ریاست له خوا خپره شوې، ویل شوي دي چې د ناټو په مشرۍ ځواکونو د چهارشنبې په شپه ناوخته د خوست ولایت په یوه اړونده سیمه کې د پوځي عملیاتو په بهير کې شپږ تنه ملکيان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې یو یوولس کلن ماشوم هم شامل دی.
د دې خبر له خپرېدو وروسته ښاغلي کرزي د خوست والي عبدالجبار نعیمي او د دې ولایت نورو چارواکو ته امر وکړ، چې د پېښې په اړه څېړنه وکړي او د خپلو څېړنو نتایج جمهوري ریاست ته وسپاري.
ناټو هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دې باب يې خپلې څېړنې پيل کړې دي.