ایکن بیري:ایران طالبانو ته وسلې ورکوي

په کابل کې د امریکا سفارت یو ځلي بیا ایران تورن کړ، چې طالبانو ته د وسلو او نورو مالي امکاناتو په برابرولو سره په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي.

د امریکا سفیر، چې له ازادۍ راډیو سره یی په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې دوی د ایران ددې کار په اړه کافي شواهد په لاس کې لري.

د امریکا سفیر کارل ایکن بیري دا تورونه پداسې حال کې لګوي، چې تر دې مخکې هم په هیواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو ایران څو څو وارې پدې تورن کړې، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او امکانات برابروي.

خو افغان دولت، چې ایران خپل دوست هیواد بولي، تر دې دمه ددغو تورونو په اړه څه ندي ویلي.