د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن نن له واشنګتنه ځي او له نړۍ خپل دیپلوماتیک سفر پیلوي.
دا به اول ترکې ته لاړه شي هلته به د جمعې په ورځ په استانبول کې د لیبیا د تماس ډلې په غونډې کې برخه واخلي.
هیلري کلنټن به د ترکې له چارواکو سره د شنبې په ورځ خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده دا خبرې به تر ډيره د منځني ختیځ تر وضعې را وڅرخي.
د ترکې اړیکي له اسراییل سره څه کړکیچنې شوې دي، ایران په سوریې کې د دیموکراسي پلوه خلکو پرضد هڅې کوي.
کلنټن به همدا راز په ترکې کې په هغې ناستې کې ګډون وکړي چې د مذهبي زغم سپارښتنه کوي.
په دې کنفرانس کې به د اسلامي کنفرانس د اووه پنځوس غړېو هېوادو مشر هم ګډون وکړي.
له ترکې نه به هیلري کلنټن یونان ته ولاړه شي او د یکشنبې په ورځ به هلته احتمالا پر اقتصادي بحران چې دغه هېواد یې ځپلی دی خبرې وکړي.
له یونانه به هیلري کلنټن هند ته روانه شي او په دې هېواد کې به د امریکا او هند پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې وکړي چې تر ډيره به احتمالا د ترورزم ضد مبارزې او په پاکستان او افغانستان کې په ثبات کې د هند پر ونډې خبرې وشي.
له هنده به هیلري کلنټن اندونیزیا ته ولاړه شي او هلته به د جنوبي اسیا په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي،دا کنفرانس په بالي ټاپو کې کیږي.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیره غواړي، چې په هانګ کانګ کې هم د لنډ وخت په مخه ایساره شي او بیا به د جولایي په پنځه ویشتمه امریکا ته ستنه شي.