امریکا پاکستان ته خپله ۳مه برخه مرسته ځنډنې کړه

امریکا له پاکستان سره د خپلو پوځي مرستو دریمه برخه ځنډنۍ کړه او تر دې وروسته پرون د امریکا او پاکستان تر منځ په لوړې کچې اړیکي ونیول شوې.

امریکا له پاکستان سره دوه میلیارده ډالره پوځي مرستې کولې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مسوول جنرال جیمز ماتیس د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني او د پاکستان د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له مشر جنرال خالد شمیم سره خبرې وکړې.

د امریکا او پاکستان اړیکي د جنوري په میاشت کې هغه مهال څه سړې شوې چې د سي ای اې یوه قراردادي په لاهور کې دوه پاکستانیان ووژل او بیا د مې په دوهمه چې کله امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژاه دا اړیکي نورې هم پسې خرابې شوې.