روسیه:د ایران پر اټومي پروګرام باید ګام په ګام خبرې وشي

روسیه وایي د ایران پر اټومي پروګرام د نړېوالو د شکونو د لرې کولو لپاره باید ګام پر ګام خبرې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې ایران هر وخت د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې اندېښنو او پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ویلې دی نو ځکه خو باید د ځینې بندیزونو د لرې کولو په ګډون امتیازات ورکړل شي.

مېرمن کلېنټن د نوموړي د وړاندیز په اړه مستقیما تبصره ونه کړه، خو ویې ویل، چې واشنګټن به په ایران د فشار اچولو په برخه کې همداسې ژمن پاتې شي.

ایران وايي، له هغه وروسته به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو او جرمني سره بیا خبرې پیل کړي، چې د یورانیمو د غني کولو حق یې په رسمیت وپېژندل شي.