ولسمشر کرزي د خپل ورور د جنازې پر مهال طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه

افغان ولسمشر د خپل ورور له جنازې ورورسته په کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ځلې بیا وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه.

ښاغلي کرزي وسله والو طالبانو ته په وینا کې هغوی بیا وهڅول، چې د پردیو فریب دې نخوري.

د ولسمشر ورور او د کندهار د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزی پرون په خپل کور کې ووژل شو او نن په داسې حال کې، چې افغان ولسمشر او د کابینې غړي هم موجود وو، په ډنډ ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

غونډې ته له وینا وروسته ښاغلې کرزي خپل بل ورور شاه ولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا د مشر په توګه وټاکه.