فرانسه راتلونکي کال له افغانستانه خپل زر عسکر وباسي

فرانسه غواړي د راتلونکي ۲۰۱۲ میلادی کال ترپایه له افغانستانه د میشتو فرانسوي عسکرو یوه پردریمه برخه یانې زر عسکر وباسي.

د غه ټکی د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پرون د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له دیره فرانسوي پوځیانو څخه د لیدو په مهال بیان کړ.

فرانسوي عسکر د امریکا په مشر ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې خدمت کوي.

تراوسه ۶۴ فرانسوي عسکر په دې هېواد کې وژل شوي دي.

فرانسه له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان وروسته له هغې کوي، چې ټاکل شوې ده، امریکا سږ کال له دې هېواد لس زره او د راتلونکي میلادي کال تردوبي پورې ۲۳ زره عسکر وباسي.